کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :
دپوليسو په لسګونو تنه افسران نن په کندز ولايت کې له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شول .
دغه پوځيان چې دسمنګانو ، تخار اودبدخشان دولايتونو او په خپله دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ له لارې دغې اکاډمې ته معرفي شوى و دافغانستان دپوځي ښوونکو له خوا داتو اوونيو لپاره پوځي زده کړې وکړې .
په کندز کې دپوځي اکاډمۍ سرپرست عباد الله دباختراژانس ته وويل چې دپوليسو دغو افسرانو دهيواد دپولو ددفاع او دښارونو او کليو دامنيت دتامينولو په لاره کې زده کړې کړې دي .
ده وويل چې دغه افسران بيرته دسمنګانو ، تخار ، بدخشان او کندز په ولايتونوکې دامنيت دتامينولو لپاره په خپلو پوځي ټولګيو کې ځاى پرځاى کيږي .