په کندز کې له دوه زره کورنيو سره مرسته وشوه

 

کابل- باختر دمرغومي څليرويشتمه:

  له هغو څه د پاسه دوه زره کورنيو سره نن مرسته وشوه چې د آمو سيند د اوبو د څپانده کېدو له امله زيانمنې شوې وې.

 دکندز ولايت له پيښو سره د مبارزې د تيارى د ادارې رييس مير اقا اعتبار وويل:  دغه مرسته دکندز ولايت له پيښو سره د مبارزې له کميټې له خوا په هغو بې ځايه شويو کورنيو ويشل کيږي چې د سيندونو د اوبو د څپانده کېدو له امله يې خپل کورونه له لاسه ورکړي دي 

 يوه اړونده خبرځاى وويل: په هرې کورنۍ دوه بوري غنم او يوه بوري وريجې وويشل شوې . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته