په کندز کې لسګونو سرتېرو د فراغت سندونه ترلاسه کړل
کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
دوه سوه نهه ویشتو سرتېرو د ٢١٧ پامير قول اردو په تعليمي مرکز کې له پوځي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې دغو سرتېرو په ٢١٧ پامير قول اردو تعليمي مرکز کې له ١٢ اوونيو پوځي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د ٢١٧ پامير قول اردو په تعليمي مرکز کې جوړه شوه؛ د دغې قول اردو درستيزوال عبد الاحد جاهد وويل: زموږ د خلکو دښمنان ستاسو د اتلانو او سرښندونکو په شتون کې ماتې خوړلې ده او هېڅکله له تاسو سره د مبارزې وړتيا نه لري.
فارغو شويو سرتېرو ژمنه وکړه چې په ټول توان او قدرت سره د خپلو خلکو دفاع کوي او د امنيت په ټینګښت کې له هېڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي.
ختم-ج-ا