په کندز کې لسګونه سرتېري له نظامي زدکړو فارغ شول
کابل، د لړم ۱۷مه، باختر
د کندز ولایت د امنیې قومندانۍ د ښوونې او روزنې له مرکز څخه ۱۵۰ سرتېري له عقيدتي او نظامي زدکړو وروسته فارغ شول.
د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي ګل رحیم ذوالفقار له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند د ښوونې او روزنې له مرکز څخه ۱۵۰ سرتېري له یوې میاشتې عقیدتي او نظامي زده کړو ورسته فارغ شوي دي.
په ورته وخت کې بیا یو شمېر تازه فارغ شویو سرتېرو د امنیه قومندانۍ له دغه ستر نوښت څخه د مننې ترڅنګ ژمنه کړې او ویلي یې دي چې کومې مسلکي زدکړې یې په دغه موده کې ترسره کړي د خپلو دندو پرمهال به ترې ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له یاد ښوونیز مرکز څخه لسګونه سرتېري فارغ شوي دي.