امنیت

په کندز کې عمليات پيليږي

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
ټاکل شوې ده د قندهار ولايت دلويو لارو په شاوخوا کې پوځي عمليات ترسره شي. دغه عمليات دشفق په نامه دامنيتي ځواکونو له خوا دکندز دلويو لارو دپاکولو په مقصد پيل شوي دي.
دپامير د شلمې فرقې د قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول باختر آژانس خبريال ته وويل: د پامير شل فرقې قوماندان بريد جنرال اکرم سامح په ځانګړو مراسموکې دکندز – بغلان ،او د کندز -تالقانو په لويو لارو کې دطالبانو دځپلو په مقصد د روژې په مبارکه مياشت کې دګډ امنيتي ځواکونو د لازمو تيارو خبر ورکړ.
ده زياته کړه: د روژې په مبارکه مياشت کې د دغو عملياتو د ترسره کولو يو عامل د کندز په لويو لاروکې د وسله والو طالبانو د ډار اچوونکو عملونو په غبرګون کې د ملي اردو د زړورو منسوبينو غوښتنه وه.
دغه راز ويل کيږي ټاکل شوې ده دغه عمليات سبا د ملي اردو په مشرۍ او د ملي پوليسو او د ملي امنيت د ځواکونو او د عامه نظم د پوليسو او نورو امنيتي مرکزونو په ګډون په دغه ولايت کې پيل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته