په کندز کې شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې  ۳مه :
شپږ تنه ډار اچوونکي پرون  په کندز ولايت کې ووژل شول .
د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختر آژانس ته وويل چې دغه ډار اچوونکي د کندز ولايت د چار درې ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د هوايي او ځمکنيو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
رضايي زياته کړه: په دغو عملياتوکې شپږ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته