خبرونهاقتصادټولنه

په کندز کې سږ کال د کبانو په تولیداتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر

د کندز ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې سږ کال د کبانو په تولیداتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتيا آمر ډاکټر نجيب الله حسن له باختر آژانس سره په خبرو کې وویل چې په روان کال کې د کندز په کچه ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي په داسې حال کې چې دغه رقم په ۱۴۰۱ کال کې ۲۰۰ ټنه و چې په کې ۳۰ سلنه  زیاتوالی راغلی دی.

ډاګتر حسن زیاته کړه چې د کبانو فارم لرونکي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له هراړخيز ملاتړ څخه برخمن شوي، چې د ورکشاپونو د ترسره کولو ترڅنګ هغو د کبانو لپاره هر فارم لرونکي باندې ۷۰۰ کیلو ګرامه خوراکي موادو مرسته شوې ده.

د یادونې وړ ده چې په کندز ولايت کې په ټولیزه توګه د کبانو ۴۰۰ لوی او واړه فارمونه شتون لري چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۳۰۰ ټنه کبان ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته