په کندز کې سږ کال د بادامو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي
کابل، د زمري ۹مه، باختر
د کندز د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د بادامو په حاصلاتو کې د ۱۰ سلنې ډېروالي خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې آمر صلاح الدین واحدي د باختر آژانس خبریال سره په مرکه کې ویلي چې په دغه ولایت کې تېر کال له ۶ زره ۵۹۰ هکتاره ځمکې څخه ۸ زره ۴۶۵ ټنه بادام ترلاسه شوي وو، په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېر ۹ زره ۳۱۱ ټنو ته لوړ شوى، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
نوموړي د بادامو حاصلاتو د ډېروالي اساسي لاملونه کروندګرو ته د اصلاح شویو ونو د وېش او د کیمیاوي سرو د وېش او بڼوالو ته د کرنې په برخه کې عامه پوهاوی، د ورښتونو او اوبو د کچې لوړوالی، د کرنې معیاري او میکانیزه کېدل ښيي او وايي چې د کرنې په مکانیزه کولو او د بزګرانو پر ځان بسیاینې برخه کې به له هېڅ ډول هلو ځلو ډډه ونه کړي.
بڼوال د بادامو د حاصلاتو په زیاتوالي خوښ دي، خو له اسلامي امارت څخه غواړي چې بادامو ته په نړیوالو بازارونو کې بازار موندنه وکړي.