په کندز کې سلګونو کورنیو مرسته ترلاسه کړه
۱۱- کابل / د مرغومي ۱۷ مه / باختر
په کندز کې پر نږدې ۶۰۰ کورنیو نغدې پیسې او ژمني جامې ووېشل شوې.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د کندز له پېښو سره د مبارزې ریاست د کډوالۍ د نړیوال سازمان په همکارۍ پر ۵۸۹ کورنیو چې د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله زیانمنې شوې او په کندز ښار کې مېشت شوې دي؛ نغدې پیسې او ژمني جامې ووېشلې.
په دې دوره کې پر هرې کورنۍ ۱۵ زره ۳۵۰ افغانۍ نغدې پیسې او ژمني جامې ورکړ شوې.
د یادې مرستې د وېش په بهیر کې د کندز یو شمېر مسوولین او په دغه ولایت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان د دفتر استازی حاضر وو.
پای/ سعیده