په کندز کې د ۵ ولایتونو ترمنځ د HFC رزمي سیالۍ ترسره شوې
![Ps202403098](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/03/PS202403098-720x470.png)
کابل، د کب ۱۹مه، باختر
د کندز د بدني روزنې او سپورټ مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۵ ولایتونو ترمنځ د HFC نړیوال سازمان سیالۍ ترسره شوې دي.
د کندز د بدني روزنې او ورزش آمر قاري عزت الله سینان د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې په دغو سیالیو کې د کندز، بغلان، تخار او کابل ولایتونو څخه په ۲ سني کتګوریو کې ۲۵ لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې کندز لوبډلې لومړی او بدخشان لوبډلې دویم مقام خپل کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دغه ولایت کې د ۵ ولایتونو ترمنځ د HFC نړیوال سازمان سیالۍ په داسې حال کې پیل شوي، چې پرون هم د کندز ښاریانو د دشت آبدان په لوبغالي کې د غېږنیونې، غورسي او والیبال سیالیو شاهدان وو او چې سلګونو کسانو پکې برخه اخیستې وه.