په کندز کې د ۵ ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر

د کندز د بدنې روزنې او سپورټ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په کوربتوب د ۵ ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د یاد ولایت د بدنې روزنې او سپورټ رئیس قاري عزت‌الله سینان د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې ولايت په کوربتوب د پنځو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې چې پنځه ورځې به دوام وکړي.

سینان وویل، چې د یادو سیالیو موخه د غوره ټیم ټاکنه ده چې یاد ولایت په شمول تخار، بغلان، بدخشان او باميان ولایت لوبډلو برخې اخېستې دي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د بدنې روزنې ریاست په همکارۍ بېلا بېلې سیالۍ ترسره شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته