په کندز کې د څه باندې ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د کندز په مرکز کې د څه باندې ۱۸ میلیونو افغانیو په لګښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پیل پرمهال د کندز ښاروال قاري ګل نبي انس وویل چې په دغو پروژو کې د په بالا څلور لارې کې د یوه چوک جوړول، د کارته خورشید سړک کانګرېټ کول، په سردوره ښارګوټي کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاست جومات جوړول او د تخارستان مدرسې د سړک د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي.
قاري انس زیاته کړه چې دغه پروژې د کندز ښاروالۍ له لوري پلې کېږي چې پرې څه باندې ۱۸ میلیونو افغانۍ لګښت راځي.
په همدې حال کې د کندز ښاریان د دې ټولو پرمختګونو په لیدو خوښ دي او راتلونکي ته یې هیله مندي زیاته شوې ده.
دوی وايي چې د دا ډول پروژو پلي کېدل نه يوازې د هېواد د پرمختګ او هوساینې لامل کېږي، بلکې خلکو ته د کار زمينه هم برابرېږي.
هغه کسان چې په دغو پروژو کې کار کوي وايي، خوښ دي چې خپله انرژي د هېواد د پرمختګ لپاره کاروي.