امنیت

په کندز کې د پراخو پوځي عملياتو پيل .

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
په داسې حال کې چې دکندز ولايت په ځينو سيموکې دوسله والو طالبانو او دپوځيانو ترمنځ نښتې دوام لري دکوماندو په سلګونو تنو ځواکونه نن کندز ته ورسيدل چې د ډار اچوونکو دځپلو  لپاره پراخ عمليات پيل کړي .
  له يوې اوونۍ راپديخوا دکندز ولايت په ځينو سيمو دوسله والو طالبانو بريدونو زور اخستى دى او ډار اچوونکي دکندز ښار دشاوخواسيمو په ګدون په بيلابيلو ساحو کې شتون او فعاليت لري .
دکوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويد سليم  باختراژانس ته وويل چې دکوماندو ځواکونه  نن سهار کندز ته ورسيدل  چې دوسله والو طالبانو دټغر دراټولولو او کندز ښاريانو ته دخوندي فضا دبرابرولو لپاره پراخ عمليات پيل کړي .  ده وويل چې کندز به په ډير لنډ ممکن وخت کې د ډار اچوونکو په ګورستان بدل شي .
له بلې خوا هم په کندز کې ديره پوځيان په څو وروستيو ورځو کې په دې بريالي شوي دي چې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوي  .
پوځي  مقامات وايي  دوى دغه راز په دې بريالي شوي دي چې څو ساحې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي .
په همدې حال کې دکندز ښار په شاوخواسيمو او دبغلان او تخارولايتونو ته دکندز ولايت په غځيدلو لاروکې دوسله والو طالبانو شتون لاتراوسه پورې هم دانديښنې وړ بلل کيږي .
دکندز سيمه ئيز مسوولين وايي چې دکوماندو دځواکونو په رسيدو او په کندز کې  دنوروميشتو پوځيانو په همکارۍ  به دکندز ټولې مهمې ساحې دوسله والو طالبانو  له شتون څخه پاکې شي .
  داپه داسې حال کې ده چې کندزيان له دې امله چې ګڼې  بيا به دوسله والو طالبانو ترواکمنۍ لاندې ونيول شي ، انديښنه لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته