خبرونهورزش

په کندز کې د وزلوبې آزادې سیالۍ پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر

د المپيک ملي کمېټې او سپورت ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۹۸ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې آزادې سیالۍ پیل شوې.

یاد ریاست ویلي چې د وزلوبې دغه سیالیو کې د کندز، تخار او بدخشان ولایتونو ٩٨ چاپ اندازانو ترمنځ ترسره کېږي .

د یادونې وړ ده چې د دې ډول سیالیو د ترسره کولو موخه د وزلوبې سیالۍ وده او د هېواد د وزلوبو په لیګ کې د ګډون لپاره د چاپ اندازانو چمتووالی دی.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته