په کندز کې د والیبال سیالۍ پیل شوې
کابل / د کب ۲۰ مه / باختر
په کندزکې د والیبال سیالۍ پیل شوې
دغه سیالۍ چې د کندز ښار په کوربه توب پیل شوې دي، په دې سیالیو کې۱۶ ټيمونو له ښار او ولسوالیو څخه ګډون کړی دی.
د کندز د ورزش د ادارې مسوول محمد قیوم رحیمي باخترآژانس ته وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزش پرمختګ او د غوره څېرو ټاکل دي.
ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي.
ع