٥٥- کابل /د ليندۍ ١٨مه /باختر
د کندز ولايت پوليسو له تورو ښيښو څخه د وسايطو د پاکولو بهير نن په دغه ولايت کې پيل کړل .
د باختراژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ د کندز امنيه قوماندان مل پاسوال حق نواز حقيار له تورو ښيښو څخه د وسايطو د پاکولو په بهيرکې د دغه ولايت له خلکو وغوښتل چې په دې لاره کې له خپلو امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د کندز سيمه ييزې ادارې پرون د امنيتي تړون په غونډه کې پريکړه وکړه چې د ټولو وسايطو له ښيښو څخه تور فلمونه پاک کړى شي او د غير مسوولو وسله والو کسانو د ګرځېدو او راګرځېدو مخه ونيول شي .
د کندزخلکو د پوليسو دغه اقدام وستايه او په يو ډول يې په ټولوخلکو د قانون پر تطبيقولو ټينګاروکړ.
ختم_ ج_اکرم
6 1 دقیقه لوستل