خبرونهټولنه

په کندز کې د قلعه زال ولسوالۍ ښاروالۍ لپاره ودانۍ جوړېږي

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

د کندز د ښاروالۍ ادارې مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د قلعه ‌زال ولسوالۍ ښاروالۍ لپاره اداري ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې دي

د کندز د قلعه ‌زال ولسوالۍ ښاروال مولوي محمد نظر یعقوب باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د یادې ولسوالۍ د ښاروالۍ ادارې لپاره د ۷ میلیونه ۷۳۱ زره ۹۷ افغانیو په لګښت د یوه ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې ده.

هغه د یادې ودانۍ د جوړولو موخه د مراجعینو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته