په کندز کې د فوټبال سياليو اتلولي سعادت لوبډلې وګټله
کابل، د مرغومې ۳۰مه، باختر
د کندز ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند، د فوټبال فدراسيون په استازولۍ د ياد ولايت په علي آباد ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د سعادت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ چې دوې میاشتې یې دوام وکړ پايلوبه یې د سعادت او استقلال لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د ۱/۰ ګولونو په توپير سعادت لوبډلې استقلال لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.
د یادو سیالیو موخه ورزشکارانو ترمنځ يووالی او د استعداد لوړول ياد شوی دی.