په کندز کې د شپږ تنومشکوکوکسانو نيول کيدل .
کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
د جنايي جرمونو شپږ تنه مشکوک کسان پرون په کندز ولايت کې ونيول شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوى مدير سمونوال ويس الدين تلاش باختراژانس ته وويل چې نيول شوي کسان دکندز ښار په مربوطاتو کې دجنايي جرمونو دقضاياوو په تور نيول شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي دکندز ښار په چپرمه ساحه کې له کوماندو ځواکونوسره په نښته کې يو ډار اچوونکي ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول .
ديوبل خبرله مخې درې تنه ډار اچوونکي په بلخ ولايت کې ټپيان شول .
د ٠٩ ٢شاهين قول اردو دمطبوعاتو د دفتر مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي وويل چې د وسله والو طالبانو دماين جوړولو يو ماهر قاري صالح له دوو تنو نورو طالبانو سره له افغان پوځيانو سره په نښته کې د دغه ولايت دچمتال ولسوالۍ دبارګاه ترکمني په کلي ټپي شو . ختم_ عطاالله _ اکرم