په کندز کې د شهيدانو کورنيو خوراکي توکي ترلاسه کړل
کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
د کندز ولايت په خان آباد ولسوالۍ کې پرون د شهيدانو په کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .
دباختر آژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
په هغه سفرکې چې د کندز والي او ملګري هئيت يې د خان آباد ولسوالۍ ته درلود، د شهيدو پوځيانو له کورنيو سره يې خپله همدردي څرګنده کړه او د دغې ولسوالۍ د وروستيو شهيدانو روح ته يې دعا وکړه او هغه خوراکي توکي چې دوى ته په پام کې نيول شوي و، پرهغوى وويشل شول.
د کندز والي د پوځيانو او ملکي کسانو د شهيدانو له کورنيو سره د مسوولینو سترمسووليت وباله او زياته يې کړه: هغه کسان چې د خاورې او ملي نواميسو د دفاع په لاره کې خپل ځانونه قرباني کوي، اتلان او سرښندونکي دي چې مرکزي او سيمه ييز حکومت د دوى په شهادت وياړي.
پاى شکريه ذ