په کندز کې د شمال ختیځ زون په کچه سلګونه پولیس فارغ شول
کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
په کندز کې د ملي پولیسو ښوونیز او روزنيز مرکز څخه په اوومه دوره کې ۵۲۹ تنه له مسلکي او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د یاد ښوونیز او روزنیز مرکز قومندان ملا عبدالستار طارق باختر خبري آژانس ته وویل چې په شمال ختیځ زون کې د کندز له ښونیز او روزنیز مرکز له اوومې دورې څخه ۵۲۹ تنه وروسته له دوه مياشتو مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ او د خدمت لپاره ټولنې ته وړاندې شول.
دغه راز د ولايت مقام مرستیال مولوي حبيب الرحمن صهیب تازه فارغ شویو پولیسو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغو غوښتنه وکړه چې تاسې باید له ولس سره له ډېر نېک چلند او له مهربانۍ څخه کار واخلئ.
همدا راز د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان مولوي امانالدین منصور وویل لکه څنګه چې پرون د هېواد په دفاع کې موږ باندې جهاد فرض و نن د دغه هېواد خدمت لپاره باید شپه او ورځ لاسونه یو کړو او دردمن ولس لپاره د خدمت جوګه شو.
د یادونې وړ ده چې له فتحې وروسته تر اوسه پورې د کندز د ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۸۸۴۱ تنه له یوې اوونۍ، لس ورځنیو، یو میاشتني او ۶ میاشتني مختلفو کورسونو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شوي دي.