خبرونهTOPټولنهټکنالوژي

په کندز کې د دیارلسو مخابراتي سایټونو د رغولو عملي چارې پیل شوې

کابل، د چنګاښ ۱۶مه، باختر 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسوولینو، په کندز کې د دیارلسو مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارو د پیل خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي نن په خپله ټولنیزه «اکس» شبکه کې لیکلي دي: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې؛ په کندز کې د دغه وزارت د “اترا” ادارې د «ټي.ډي.اف» لسمې پروژې په مرسته، د سلام مخابراتي شبکې ۱۳ سايټونه چې سروې یې څه موده وړاندې بشپړه شوې وه؛ د جوړولو چارې یې پيل شوې.

ویل شوي چې د یادو سایټونو د رغولو چارو په بشپړېدو سره به د کندز اړوندو سیمو اوسېدونکي د «افغان ټلیکام» مخابراتي شرکت د سلام شبکې لوړ کیفیت لرونکي مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او ستونزې به یې تر ډېره بریده حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته