کابل/ باختر/ د زمري ٢مه
په کندز کې د درېيو پروژو کار بشپړ او د يوې بلې پروژې کار پيل شو.
دغه پروژې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په وياړ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کندز ښاروال انجنير فريداحمد فضلي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د کندز ښار د پوهنې واټ د سړک قيرکول، د فيروزکوهي ګذر پله جوړول او په خان آباد بندرکې د يوې کوڅې پخول شامل دي.
هغه وويل چې د کندز په سر دورې ښارګوټي کې د ښځو د يوه ځانګړي رستورانت د جوړولو کار هم پيل شو.
د کندز والي عبدالجبارنعيمي وويل چې دغه پروژې د ښاروالۍ له بودجې او د همکارو
موسسو په مالي مرسته عملي شوې دي.
د کندز ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده په روان کال کې څه دپاسه ١٨ پرمختيايي پروژې د (يو.ان) هبيتات په لګښت په دغه ولايت کې تطبيقې شي.
پاى سعيده ذ