ټولنه

په کندز کې دښځو لپاره يوجومات او دفاتحې اخستلو سالون جوړيږي .

کابل باختر دوږي  پنځمه :
په کندز کې دښځو لپاره ديوه جومات او دفاتحې اخستلو دسالون جوړولو کار پرون پيل شو .
دکندز شاروال  نجيب الله عمر خيل باختراژانس ته وويل چې دغه جومات او سالون به يواځې دښځو لپاره وي چې دکندز ښاروالۍ  ودانۍ ته څيرمه هبيتات موسسې له خوا دڅه دپاسه څلويښت زرو امريکايي  ډالرو  په لګښت په دريو پوړونوکې په دووکاري مياشتو کې جوړيږي .
دکندز دولايتي  شورا منشي فوزېې  يفتلي  وويل چې دکندز ښځو تراوسه پورې دفاتحې اخستلو دمراسمو دپرځاى کولو لپاره دغه شان ځاى نه درلود او ددغې ودانۍ په جوړيدو سره کيداى شي ددغه ولايت دښځو ستونزې حل شي .
دغه سالون به په يوه وخت کې ددوه سوه پنځوسو تنو ظرفيت ولري .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته