کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت په ګورتيپې ولسوالۍ کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان ددغې ولسوالۍ دتلوکه په سيمه کې د افغان ځواکونو په هوايي اوځمکني بريدونو کې ووژل شول . جمشيدي زياته کړه چې په دې پيښه کې درې تنه طالبان ټپيان شول پنځه ميله وسلې ، څلور نقليه واسطې ، دوه قرارګاوې او ددښمن دوه کلک سنګرونه هم ويجاړې شوي دي .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ