امنیت

په کندز کې دوه ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
دکندز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې  دطالبانو او دغير مسوولو وسله والو کسانو ترمنځ جګړو کې دولس تنه ووژل شول او شل تنه نور ټپيان شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سيدجهانګير کرامت دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه جګړې پرون دخان اباد ولسوالۍ دايشان توب ، زردکمر او چهارتوت په ساحو کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې غير مسوولو کسانوپه دغوسيمو کې  دطالبانو پرخلاف پاڅون وکړ چې وروسته  متزلزلو طالبانو دبازکي په نامه  ديو غير مسوول قوماندان په کور بريد وکړ چې ددواړو لورو ترمنځ  جګړو زور واخيست او له دواړو لورو څخه دولس تنه ووژل شول او يو ويشت تنه نور ټپيان شول . .
کرامت زياته کړه: په  دې جګړو کې دوسله والو  طالبانو يوقوماندان  ملا اسمعيل هم وژل شوى دى .
دسيمې اوسيدونکي وايي دجګړو په بهيرکې ديوشمير خلکو کورونه لوټ کړل  شوي دي اويوشمير کورنۍ له خپلو کورونو څخه  وتلو ته اړې شوې دي .
دغه اوسيدونکي وايي دالومړى ځل نه دى چې غير مسوول  وسله وال کسان دخلکو په  ځورونې لاس پورې کوي .
له بله پلوه  دکندز والي محمدعمر صافي  وايي چې غير مسوول وسله وال کسان ددوى تر کنترول لاندې دي او هغوى ته  اجازه نه ورکوي .چې  په خپل سريو لاس پورې کړي او په سلوکې سل دهغوى  ترکنترول لاندې نيول هم زيات وخت ته اړتيا لري .
دکندز سيمه ئيز مسوولين وايي اوس په خان اباد ولسوالۍ کې څه ناڅه درې زره غير مسوول وسله وال کسان شته چې يوشمير  له دولت سره  همکاردي اويوشمير نوريې ناامنيو ته لمن وهي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته