امنیت

په کندز کې دماين دچاودنې له امله درې تنه ملکي وګړي ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
درې تنه ملکي وګړي نن دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول .
د ٨٠٨ سپين زر  زون وياند محفوظ  الله اکبري  باختراژانس ته وويل چې دغه درې تنه ملکي وګړي دکندز ولايت ددشت ارچي ولسوالۍ په مرکز کې دکندز بندر په ساحه کې دوسله والو مخالفينو له خوا دځاى پرځاى شوي ماين دچاودنې له امله ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې، دهغه نارنجک دکارولو له امله چې نن دوسله والو  مخالفينو له خوا ددشت ارچي  ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شول دوه تنه ماشومان ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته