امنیت

په کندز کې دطالبانو ديوه ستر مرکز نيول کيدل او دړې وړې کيدل

کابل باختر دزمري  اووه ويشتمه :
په کندز ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې يوستر مرکز دپوځيانو لاس ته ورغى .  درارسيدلو خبرونوله مخې دکوماندو  ځواکونو  ددغه مرکز له نيولو وروسته هغه دړې وړې کړى دى .
دغه مرکز دکندز ولايت دچار درې ولسوالۍ بازار ته څيرمه موقعيت درلود او تيره شپه دکوماندو د ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ددوى لاس ته ورغى .
دکوماندو دځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختراژانس ته وويل چې په دغو ځانګړو عملياتو کې څو تنه کورني ا وبهرني  ډار اچوونکي وژل شوي او يوشمير نور نيول شوي دي .
ده وويل چې  په دغو ځانګړو عملياتو کې کليوالو اوپوځيانو ته زيان نه دى اوښتى .
ويل کيږي چې طالبانو له دغه مرکز څخه دکندز  په ځينو سيموکې خپل ډار اچوونکي بريدونه رهبري کول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته