په کندز کې دروږدو کسانو شمير مخ په زياتيدو دى .
کابل باختر د تلي دويمه :
دکندز ولايت سيمه ئيز مسوولين او مدني فعالانو پرون وويل چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو دروږدو کسانو شمير څه دپاسه ديرشو زرو تنو ته رسيدلى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دکندز ولايت له نشه يي توکوسره د مبارزې رييس عبدالبصير مرشد وويل په داسې حال کې چې په دغه ولايت کې دکوکنارو کرکيله ډيره ټيټه شوې ده خو په نشه يي توکو دروږدوکسانو شمير زيات شوى دى .
له بله پلوه په کندز کې دنشه يي توکو دروږدو کسانو د درملنې د اتيا بستريز روغتون رييس ډاکتر عبدالقدوس مياخيل وويل چې په نشه يي توکو دروږدو کسانو شمير دتيرو کلونو په پرتله په دغه ولايت کې زيات شوى دى .
او هره ورځ څلور تنه له درملنې وروسته له روغتون څخه رخصتيږي خو شپږ تنه نور بستر کېږي .
په همدې حال کې دکندز ولايت دمدني ټولنې رييس عنايت الله خليق دروږدو کسانو د زياتوالي اصلي علت نشه يي توکو ته د ځوانانو لاسرسۍ وباله اوله امنيتي مسوولينو څخه يې وغوښتل چې دنشه يي توکو دپلورونکو دنيولو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي .
ختم_ ج _ اکرم