په کندز کې ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول
کابل باختر دتلې ٥
په کندز ولايت کې دشمشير دعملياتو په دوام ددښمن يوه اندازه چاوديدونکې توکې دملي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. دشمشير عملياتو د دار اچوونکود ځپلو په مقصد له څه مودې را په دې خوا دکندز ولايت په ځينو نا امنو سيموکې دوام لري.
په هغو عملياتو کې چې دکندز ولايت دچار دري ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول ددښمن په سپکو او درندو جنګي وسايلو سربيره څو بوشکې چاوديدونکې توکې هم ترلاسه شوي دي.
ديو بل خبر له مخې ١٥ ماينونه چې د ډار چوونکو له خوا دخوست ،هلمند پکتيکا،هرات او دبادغيس ولايتونو په مربوطاتو کې دتروريستي عملونو دترسره کولو په خاطر ځاى پر ځاى شوي وهم دملي اردو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شول.