خبرونهټولنه

په کندز کې خلکو ورځنۍ چارې په عادي ډول پیل کړې دي

کابل / د وږي ۷ مه / باختر

په کندز کې د اسلامي امارت مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خلکو خپلې ورځنۍ چارې په عادي ډول پیل کړې دي.

د کندز مرستیال والي مولوي محمد سعد شاکر وايي چې په ولایت مقام کې رسمي چارې پیل شوې دي او خلک کولای شي چې د ستونزو د حل په موخه په عادي ډول ولایتي ادارې ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ ته د دغه ولایت د والي په لارښوونه نوی ولسوال معرفي شوی دی.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته