کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
د کندز د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست پرون پر ۵٠٠ بې ځايه شويو کورنيو خوراکي توکي ووېشل.
د کندز ولايت سرپرست نجيب الله عمرخېل باختر آژانس ته وويل چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست او د «او. اچ.سي.آر» مرستدوي بنسټ پر دغوکورنيو چې د کندز له ناامنو ولسواليو څخه بې ځايه شوې او د ولايت په مرکز کې ځاى پرځاى شوې دي؛ اوړه، وريجې او غوړي ووېشل.
خبرحاى زياته کړه چې د مرستو د وېش بهير دوام لري.
ختم-ج-ا
2 د یوې دقیقې څخه لږ