اقتصاد

په کندز کې به د غنمو حاصلات٢٠سلنه زيات شي

کابل/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
په کندز ولايت کې د غنمو د حاصلاتو د راټولو له پيل سره جوخت، څيړنې ښيي چې   په دغه ولايت کې سږ کال د غنمو حاصلات به په سلوکې ٢٠ زيات شي.
د باختر آژانس خبريال د کرنې او اوبو لګولو وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ:
د کندز د کرنې او اوبولګولو رئيس عبدالشکور وهاب زى وايي: تېرکال په ١٧٨ زرو ٨٠٤ هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي و، خو سږکال په ١٩٢ زرو ٩٢٥ هکتاره ځمکه کې غنم کرل شوي دي.
د وهاب زي د څرګندونوله مخې: له اصلاح شويو تخمونو څخه استفاده، په خپل وخت د غنمو کرل، په سم ډول د کيمياوي سرې استعمال، مساعده هوا، په خپل وخت د بارانونو اورښت، د ښو زراعتي عملياتو ترسره کول، بزګرانو ته د فني اومسلکي  سلامشورو ورکول او له آفتونو سره هر اړخيزه مبارزه له هغو عواملو څخه دي چې په روان کال کې د غنمو د حاصلاتو له زياتوالي سره يې مرسته کړې ده.
د کندز د کرنې او اوبو لګولو رئيس وايي: که څه هم سږ کال د باران له زياتو اورښتونو، توپانونو او سيلاوونو سره يوځاى و او کروندو ته يې زيات زيانونه واړول،  خو بيا هم اټکلونه ښيي چې په کندزکې د غنمو حاصلات تر ٢٠ سلنې پورې زياتيږي.
تېرکال د وچکالۍ له امله په کندز کې د غنمو حاصلات کمښت موندلى و.
پاى جذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته