کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
په کندز ښارکې د وروستيو نښتو له امله د پنځو ښوونحيو ودانۍ ويجاړې شوې دي .
د کندز ولايت د پوهنې رياست وياند عبدالبصير وزيري د باختر آژانس خبريال ته وويل: په کندز ښارکې دپنځو ښوونځيو ودانۍ د دولتي ځواکونو او د طالبانو ترمنځ نښتو له امله په بشپړه توګه ويجاړې شوې دي.
ده زياته کړه: د جګړې له پيل څخه تر اوسه پورې په کندز ښار پورې اړوند د نجونو او هلکانو ١٥٠ ښوونځي تړلي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ