کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٩
په لسګونو تنه لنډغړ ځوانان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ويل کيږي چې دغو ځوانانو دنجونو دښوونځيو په وړاندې اوګڼ ميشتو لارو کې
په راټوليدو سره د نجونو په ځورونې لاس پورې کاوه .
دکندز دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرور حسيني دباختر آژانس خبريال ته وويل ، امنيتي ځواکونو دځانګړو عملياتو په بهير څه ناڅه څلويښت تنه لنډه غر ځوانان نيولي دي او له هغوي څخه دضمانت له اخستلو او د هغوي د سرونو له خريلو وروسته کورنيو ته يې وسپارل .
دکندز د پوليسو د ويندوى دڅرګندونو له مخې : دغه اقدام دکورنيو او دښوونځيو او پوهنتونونو دنجونو له شکايت وروسته ترسره شوى دى .
په همدې حال کې امنيتي مسوولين وايي چې د نجونو د ټولنيز او تعليمي خونديتوب د ګډو ډولودعواملو دمخنيوي لپاره يې ځانګړى تدبيرونه نيولي دي.
0 1 دقیقه لوستل