په کندز ولايت کې په پوځي عملياتو کې ١٦ تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل
کندز – باختر دتلې ٢٢
په کندز ولايت کې دپوځي عملياتو له امله څه ناڅه ١٦ وسله وال طالبان ووژل شول.
دغه عمليات په کندز ولايت کې نن سهار ددغو طالبانو ديو قوماندان دنيولو په خاطر پيل شوي وو، ويل کيږي چې په دغو وسله والو طالبانو کله چې په ترورستى فعاليتونو بوخت وو دناټو او افغان پوځيانو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
باختر آژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړچې په دغو عملياتو کې شپاړلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي او ددغې پيښې په بهيرکې دګډو ځواکونو لاس ته په لسګونو جنګي وسايل ورغلي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې دغه عمليات دطالبانو ديو قوماندان دنيولو لپاره ترسره شوي و خو دى ددغې پيښې په بهيرکې په ساحه کې حاضر نه و.
په خبرپاڼه کې ددغو عملياتو په بهير کې دافغان اوناټو دپوځيانو او ملکي وکړودسرداحتمالى زيان په باب څه نه دې ويل شوي.