امنیت

په کندز دیارلس تنه د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړی شول

کابل/باختر/ د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
په کندز ولایت کې دیارلس تنه ملکي وګړي د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړی شول.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، تېره شپه افغان کومانډو ځواکونو د کندز ولایت په مربوطاتو کې عملیات ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي چې په ترسره شویو عملیاتو کې دیارلس تنه ملکي وګړي د وسله والو طالبانو له بند څخه ازاد کړی شول.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته