امنیت

په کندزکې چاڼيزعمليات پيل شول

کابل باختر دمرغومي دوه ويشتمه :
د انتخاباتو د بهير د امنيت د تامينولو په خاطر پرون دکندز ولايت په ناامنوساحو کې چاڼيزعمليات پيل شول.
دغه عمليات د خنجر په نامه د ګډوکورنيو ځواکونو له خوا د چار درې ولسوالۍ د ځدران او نوآبادپه کليوکې پيل شول .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني باخترآژانس ته وويل: نن سهار د امنيتي ځواکونواو د مخالفينو ترمنځ نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او له دووکلاشينکوفونوسره د هغوى يو توغندي ويشتوونکى د دولتي ځواکونو لاس ته ورغلى.
  خبرځاى زياته کړه چې ټپي طالبان د نوروطالبانو له خوا له ساحې څخه ليږدول شوي او عمليات په بشپړه توګه د دغې ولسوالۍ د نا امنو سيمو ترپاکولو پورې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته