امنیت

په کندزکې پنځه تنه بنديان د طالبانو له بند څخه آزاد شول

کابل باختردسلواغې شلمه :
په کندز ولايت کې د کوماندو ځواکونو تېره شپه د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې پنځه تنه بنديان په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو له جيل څخه آزاد کړل .
د ځانګړو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن عبدالقيوم نورستاني باختر اژانس ته وويل چې د هېواد کوماندو ځواکونو دغه بنديان د هغو عملياتو په بهيرکې چې دهېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ د کندز ولايت د چار درې ولسوالۍ د خروټو په کلي کې د وسله والو طالبانو  پر جيل  ترسره کړل، ازاد کړل
  نورستاني زياته کړه چې په دغو عملياتوکې درې تنه وسله وال طالبان له يوه بل  مشکو سړي سره نيول شوي او دوه کلاشينکوفونه، يوتوغندى ويشتوونکى ، يو کره بين ټوپک او نور  جنګي تجهيزات ترلاسه شوي دي .
  ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته