امنیت

په کندزکې يوويشت تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٨:
په کندز ولايت کې د شفق د عملياتو په بهيرکې ٢١ تنه طالبان ووژل شول .
د شفق په عملياتوکې چې له څلورو ورځو را په دې خوا دکندز ولايت په مربوطاتوکې پيل شوي دي؛ تر اوسه پورې٢١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او  ٣٢ تنه نوريې ټپيان شوي دي.
په کندزکې د ملي اردو د ميشتوځواکونو د مطبوعاتو مسوول جګړن غلام حضرت کريمي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په تلوکه او د الچين پله په ساحو او د کندز _ شيرخان بندر د لويې لارې په اوږدوکې په پرتو کليو کې د شفق د عملياتو په بهيرکې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
ده زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو د ډلې څو ليږدونکي وسايط او وسلې هم له منځه وړل شوي او تر اوسه پورې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيانه نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده چې دغه عمليات په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتون څخه د کندز ولايت د ټولو سيمو تر پاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته