په کندزکې له بې وزلو کورنیو سره مرسته کېږي
کابل / د کب ۲ مه / باختر
په کندز کې پر نږدې ۵۰۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو د وېش بهیر پیل شو.
د (ډبلیو.اف. پي) دفتر مسوول د باخترآژانس خبریال ته وویل چې نن یې په دشتې ارچي ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل او پر نورو کورنیو هم د وېش بهیر پیل شوی دی.
ع