کابل/د لیندۍ ۱۲مه/ باختر
په کندزکې پرون پر لسګونو بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي او لګښتي مالونه ووېشل شول.
د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د دغه ولایت د مهاجرینو او راستنولو چارو ریاست د ماشومانو د ملاتړ موسسې په همکارۍ په کندزښارکې پر ١١٨ بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي او لګښتي مالونه ووېشل .
مرادي زیاته کړه چې دغه کورنۍ د کندز د خان آباد، دشت ارچي او علي آباد او د بغلان د ګدرګاه نور له ولسوالیو څخه کندز ښار ته بېځايه شوې دي.
ختم /ع