کابل/ د ليندۍ١٠ مه/ باختر
د کندز د ملي امنيت منسوبينو پرون په دغه ولايت کې د مهماتو درې زېرمې کشف کړې.
باختر آژانس د کندز د ملي امنيت دفتر د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: د دغه رياست کشفي او استخباراتي ځواکونو ددغه ولايت په مرکز او د کندز ښار له مربوطاتو څخه د مهماتو درې زېرمې کشف کړې.
له دغو زېرمو څخه د توغندي ٢٠٠ ګولۍ، د زيکو- يو ١٥ صندوقه ګولۍ، د کلاشينکوف ٣ صندوقه ګولۍ، دپيکا يو صندوق ګولۍ، د توپ ٥گولۍ او څو نورجنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
خبرځاى زياته کړه: د دغو جنګي وسايلو د ساتلو د عاملانو د نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
د يوبل خبرله مخې ؛ د کندز د ملي امنيت رياست منسوبانو کندز ښارته څيرمه يو سړى له يوې اندازې چرسو سره ونيو.
پاى ذ
0 1 دقیقه لوستل