کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
په کندز ولايت کې د لسګونو تنو نورو مسافرانو د تښتونې لپاره د وسله والو طالبانو هڅې ناکامې شوې .
يرغلګرو دا ځلې د کندز_خان آباد دلوى لارې په اوږدوکې د مسافرانو د سپرلۍ په کاروان په بريد سره غوښتل چې په يرغمل نيونې لاس پورې کړي خو ويل کيږي چې په خپل وخت د پوځيانو په اقدام سره دغې موخې ته ونه رسيدل.
د کندز ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې طالبانو غوښتل دا ځلې په لسګونو تنه مسافران دکندز _خان آباد له لوى لارې څخه وتښتوي؛ خو امنيتي ځواکونو د دې کار مخه ونيوله .
ويل کيږي په هغې نښته کې چې په دغه ځاى کې وشوه؛ دريو تنو يرغلګرو ته مرګ ژوبله واوښته .
د کندز دغه امنيتي مسوول وايي: نورو يرغلګرو مسافران آزاد کړل او لوى لارې ته څېرمه خپل کلي ته وتښتيدل .
په وروستيوکابو دوومياشتوکې کندز د سړي تښتونې او د طالبانو له خوا د خلکو د يرغمل نيونې ډګر دى. هغه پيښه چې طالبانو پکې په ډزو سره دځينو مسافرانو په وژنې لاس پورې کړ او څه ناڅه اته تنه نور مسافران لا تراوسه پورې د هغوى په بندکې دي .
1 1 دقیقه لوستل