په کندزکې د دريو تنو طالبانو وژل کيدل

کندز باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه :
درې تنه وسله وال طالبان پرون په کندزکې دهوايي ځواکونوپه بريدکې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر مسوول نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه بريد د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په نوآباد کلي کې د وسله والو طالبانو د راټوليد په ځاى کې ترسره شو چې له امله يې درې تنه ووژل شول.