امنیت

په کندزکې د حکومتوالۍ د چارو د بيا پيلولو لپاره هلې ځلې

کابل باختردتلي اتلسمه :
د کندز ولايت دولتي تاسيسات په ټوليزه توګه دامنيتي ځواکونو تر کنترول لاندې راغلي دي، خو لا تراوسه پورې له امنيتي ادارو پرته په نورو برخوکې د حکومتوالۍ بهير بيا نه دى پيل شوى.
د کندز ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني باختر آژانس ته وويل: د هغو چاڼيزو عملياتو له امله چې له څو ورځو راپديخوا په کندز ښارکې دوام درلود؛ هغه ټولې دولتي ادارې چې وسله والوطالبانو سنګرونه پکې نيولي و او د دولتي ځواکونو په وړاندې جنګيدل؛ اوس پاکې شوې او افغان امنيتي ځواکونه پکې ځاى پرځاى شوي دي .
حسيني زياته کړه چې له څو ورځو راپديخوا امنيتي بنسټونو په خپلو اصلي  دفترونو او ساحوکې په کار پيل کړى دى خو په نورو برخوکې تراوسه پورې دحکومتوالۍ  بهير بيا له سره نه دى پيل شوى.
د يادونې وړ ده چې دملکي وګړو دسردزيان مخنيوي  د دې سبب شوى دى  چې چاڼيز عمليات ورو ورو پرمخ لاړ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته