په کندزکې د بډې اخيستلوپه تور دبريښنا شرکت ديوه کارکوونکي نيول کيدل

دکندزښار باختردوږي دمياشتې ١٦نيټه : په کندزولايت کې دبريښنا شرکت يو کارکوونکى دبډې اخيستلو په تور ونيول شو . د بريښنا شرکت په دغه کارکوونکي تور لګول شوى دى چې غوښتل يې د يوه غيرقانوني کارد اجرا کولو په بدل کې اوويا زره افغانۍ بډې واخلي . دکندزد پوليسو د رسنيو دفترد باخترآژانس خبريال ته وويل ؛ د بريښنا شرکت دغه کارکوونکى د بريښنا شرکت له يوه مشترک څخه د اوويا زرو افغانيو بډې اخيستلو په وخت کې ونيول شو . خبرپاڼه زياتوي ؛ د بريښنا شرکت دغه کارکوونکي غوښتل ددغو پيسو داخيستلو په بدل کې د بريښنا شرکت يوه مشترک ته غيرقانوني کار ترسره کړي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته