کابل باختر د کب دمياشتې ١٥ :
د ملي اردو دځواکونو په هغو هوايي عملياتو کې چې تيره شپه دکندز ولايت دامام صاحب ولسوالۍ دچغرقشلاق ، قطربلاق او دونګ قشلاق په سيمو کې ترسره شول له امله يې دطالبانو څوجګپوړي مقامات ووژل شول.
دپاميرزون دپوليسو وياند محفوظ الله اکبري باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتوپه نتيجه کې دطالبانو تش په نامه ولسوال،دوالي تش په نامه مرستيال قاري مظلوم ،دطالبانو پوځي مسوول فاروقي اودطالبانويوبل قوماندان قاري هجران له پنځلسو تنو ملګرو سره يې ووژل شول.
دغه راز درې تنه نور طالبان په دې پيښه کې سخت ټپيان شوي دي او د هغوى پنځه نقليه واسطې او د مهماتو يوه ډيپو هم له منځه تللې ده.
0 د یوې دقیقې څخه لږ