روغتیا

په کندزکې درې ټنه خوراکي او لګښتي توکي له منځه يوړل شول

کابل  باختر دکب دمياشتې ٢١:
درې ټنه تېرتاريخ خوراکي او لګښتي توکي په کندز ولايت کې وسوځول شول.
دغه توکي د موظف هيئت د څيړنې په بهيرکې د کندز ښار له پلورنځيو څخه راټول کړى شوي و.
دکندز ولايت دعامې روغتيارياست د چاپيريال د روغتيا ساتنې مسوول محمدنسيم عمري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې دوره کې څه د پاسه  درې ټنه تېرتاريخ خوراکي او لګښتي توکي يې سوځولي دي.
ده پلورونکو ته خبردارى ورکړ چې د تېرتاريخ او بې کيفيته توکو پلورنې مخه دې ونيسي؛ له دې پرته به له قانوني چلند سره مخامخ شي .
دغه توکي د سيمه ييزو ادارو د هيئت په وړاندې وسوځول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته