اقتصاد

په کندزولايت کې په اوو کيلومتره سړک دکريړ اچولو کار بشپړشو چې دميرزاخان کلي دولسوالۍ له مرکزسره نښلول شوي دي.

کابل باختردزمري دمياشتي  ٢١ :

په کندزولايت کې په اوو کيلومتره سړک دکريړ اچولو کار بشپړشو چې  دميرزاخان کلي دولسوالۍ له مرکزسره نښلول شوي دي.

ددشتي ارچي ولسوال شيخ صدرالدين باختراژانس ته وويل چې ددغه سړک په تګلوري کې شپږپلگوټي هم جوړشوي دي اوپه دې پروژه کې په ټوليزه توګه دالمان له پرمختيايي بانک څخه يوسلوڅلويښت زره امريکايي ډالره لګيدلي دي .

دسيمې اوسيدونکي چې زياتره يي په کرکيلي بوخت دي په دې سړک دکريړ اچولو اوپلګوټو جوړل له اقتصادي پلوه ارزښتناک وبلل.

ديادونې  وړ ده چي تيره مياشت هم  دکندزولايت  دقلعه زال ولسوالۍ دآق تپه په سيمه  کې هم نهه کيلومتره سړک پوخ شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته